ایکناخبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد له روسیې د سوریې په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل ناټو تړون نړیوال ثبات له خطر ې سره مخ کړی او د وسله والو سیالیو د پیلیدا خطر ئې هم رامینځته کړی چې د اټومي جنګ په شمول د پراخ جنګ د پیلیدا احتمال زیاتوي .
دغه راز شمالي کوریا هم د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سلطه غوښتنه د اوکراین د کړکیچ اصلي علت وباله .
په ملګروملتونو کښې د شمالي کوریا سفیر کیم سونګ امریکا په اوکراین باندې د روسیې د حملې مسووله وبلله او ټینګار یې وکړ د واشنګټن سلطه غواړی سیاست د نورو خپلواکه هیوادونو سولې او امنیت ته ګواښ کوي .